د کاپیسا ولایت البیروني پوهنتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولیږدول شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۲:۳۰
K

د کاپیسا د ارزاقو مدیر ښاغلي قاري فریدون مصلح وايي، چې وړمه ورځ د کاپیسا ولایت البیروني پوهنتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي د دې مدیریت له لوري ولیږدول شول.

ښاغلي مصلح زیاته کړه، چې په یادو خوراکي توکو کې ۵۵۰۰ کیلو ګرامه وریځې، ۹۹۹ لیتره غوړي، ۳۰۰ کیلو ګرامه لوبیا،۵۰ کیلو ګرامه نخود، ۳۰ کیلو شین چای،۲۰۰ کیلو ګرامه روب، ۳۰۰ کیلوګرامه مالګه، ۱۵ کیلوګرامه د دیک مساله، ۸ کیلو ګرامه زرچوبه، ۷ کیلو ګرامه زیره او هیل شامل دي.

نوموړي وویل، چې یاد خوراکي توکي د پوهنتون د کتنې پلاوي په شتون کې تسلیم شول.

همداراز مصلح وویل، چې د البیروني پوهنتون اداري مرستیال د ارزاقو امارتي شرکت له کړنو او چارو خوښ او د خوراکي توکو له کمیت او کیفیت رضایت لري.

دیادونې وړ ده، چې د تېر کال په څېر ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو له مخې د کاپیسا ولایت البیروني پوهنتون ته د خوراکي توکو د لیږد چارې پیل کړې دي.

#د_نشراتو_مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د ۷ بستونو تقریري آزموینه واخیستل شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د ۷ خالي بستونو د ډکولو په موخه څه موده وړاندې تحریري آزموینه اخیستل شوې وه، چې د تحریري آزموینې د پایلو پر بنسټ؛ هغه نوماندان چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې، د مرکه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۲۳
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته وړمه ورځ ترسره شوه. یاده ناسته د شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع په مشرۍ جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې د مالي او اداري چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۳
Background image

 د کابل طبي علومو اړوند علي آباد تدریسي روغتون ته ۱۰ قلمه خوراکي توکي ولیږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق مسوولین خبر ورکوي، چې وړمه ورځ یې د کابل طبي علومو اړوند علي‌آباد تدریسي روغتون ته ۱۰ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي دي.

د مسوولینو په وینا؛. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all