د کونړ پوهنتون لیلیې ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۲:۳۴
Kunar

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري نن ورځ کونړ ولایت پوهنتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي واستول شول.د کونړ ولایت د ارزاقو لوی مدیر کریم خان کلیوال وایي، چې یاد خوراکي توکي د دې ولایت پوهنتون لیلیې ته د اړتیاوو په اساس لېږدول شوي دي، چې د کتنې پلاوي په شتون کې اړوند مسوول ته وسپارل شول.

نوموړی زیاتوي، چې په یادو خوراکي توکو کې۳۰۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۱۰۰ کیلوګرامه غوړي، ۴۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۲۰۰ کیلوګرامه د خواړو مالګه، ۲۵ کیلوګرامه شین چای، ۶۰۰ کیلوګرامه بوره، ۱۰۰ کیلوګرامه اومه نخود، لس کیلوګرامه هلنمدۍ زیره، ۱۵ کیلوګرامه د دیګ مصاله، ۱۵۰ کیلوګرامه رُب او دوه کیلوګرامه د چای هیل شامل دي.

د کلیوال په خبره؛ د کونړ پوهنتون مسوولینو د ارزاقو امارتي شرکت له چوپړتیاوو خوښي څرګنده کړې او د شرکت چارې ستایې، چې پر وخت او په لوړ کیفیت سره د پوهنتون د لیلیې اړتیاوې پوره کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت په دې وروستیو کې د هېواد پوهنتونونو لیلیو او نورو ادارو ته د خوراکي توکو د لېږد پروسه چټکه کړې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د ۷ بستونو تقریري آزموینه واخیستل شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د ۷ خالي بستونو د ډکولو په موخه څه موده وړاندې تحریري آزموینه اخیستل شوې وه، چې د تحریري آزموینې د پایلو پر بنسټ؛ هغه نوماندان چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې، د مرکه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۲۳
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته وړمه ورځ ترسره شوه. یاده ناسته د شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع په مشرۍ جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې د مالي او اداري چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۳
Background image

 د کابل طبي علومو اړوند علي آباد تدریسي روغتون ته ۱۰ قلمه خوراکي توکي ولیږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق مسوولین خبر ورکوي، چې وړمه ورځ یې د کابل طبي علومو اړوند علي‌آباد تدریسي روغتون ته ۱۰ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي دي.

د مسوولینو په وینا؛. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all