د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګرۍ سلاکار بست لپاره مرکه یی آزموینه واخیستل شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۲۴
O

څه موده وړاندې د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګرۍ سلاکار د خالي بست د ډکولو په موخه د آزادې سیالۍ له لارې تحریري آزموینه واخیستل شوه، چې د آزموینې د کتونکو پلاوي له لوري ځواب پاڼې و ارزول شوې.

د ارزونې وروسته د لوړو نمرو اخیستونکي کسان دویم پړاو آزموینې ته راوبلل شول او نن ورځ ور څخه مرکه‌ يي (تقریري) آزموینه واخیستل شوه.

یاده آزموینه د شرکت د مالي او اداري چارو او سوداګریزو چارو د پراختیا د رییسانو، د آزموینې کمېټې غړو او د امارتي شرکتونو لوی ریاست د استازي په شتون کې د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

د ارزاقو امارتي شرکت د کارکوونکو چارو سرپرست آمر ښادي ګل صاحبزاده وویل، چې دې بست ته په لومړي پړاو کې ټولټال ۲۸ کسانو ګډون کړی و او د ځواب پاڼو له ارزونې وروسته ۱۶ کسان دویم پړاو ته بریالي او ورڅخه مرکه‌ يي آزموینه واخیستل شوه.

د نوموړي په وینا، د مرکه‌ يي آزموینې له بشپړېدو وروسته به هغه کس پر دنده وګمارل شي، چې تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت تل هڅه کوي، ترڅو د آزادې سیالۍ، رڼو او شفافو آزموینو له لارې مسلکي او وړ کسان په یاد شرکت کې پر دندو وګماري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۳۹
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د سمنګان پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

 تېره ورځ د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري د دې ولایت د پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول شول.

د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیر محمدجان فایز په رالېږلي معلوماتو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۶
Background image

په ارزاقو امارتي شرکت کې دوه تنه کارکوونکي وګمارل شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت په دوو خالي پنځم بستونو کې دوه تنه وړ او مسلکي کارکوونکي وګمارل شول او خپلې دندې یې په رسمي توګه پیل کړې.

هغه مراسم، چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

د ارزاقو او د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکتونو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شو

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت او د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکت ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شو.

دغه ۲۳ ماده ئیز. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all