د ارزاقو امارتي شرکت کړنې وستایل شوې؛

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۹:۴۳
Ta

د دوامداره ستاینو په لړکې یو ځل بیا د ارزاقو امارتي شرکت له کړنو ستاینه وشوه، چې په وخت او ښه کیفیت سره اړین خوراکي توکي دولتي او خصوصي ادارو ته چمتو کوي او رسوي.

د ارزاقو امارتي شرکت په سرپل ولایت کې عامې روغتیا اړوند ولایتي روغتون او د کار او ټولنیزو چارو ریاست تر چتر لاندې روزنتون ته د خوراکي توکو د برابرولو او لیږد چاره پرمخ وړي، چې دیادو ریاستونو لخوا د ارزاقو امارتي شرکت چارې او کړنې په معنوي ډالۍ ستایلي دي.

په دې ستاينلیکونو کې د ارزاقو امارتي شرکت د مسوولینو هلې ځلې نه ستړي کېدونکي یادې شوې دي او د چارو په پرمختګ او د هېواد د آبادۍ لپاره هڅې یې دستایلو وړ بللي دي. همداراز په راتلونکي کې د شرکت ټولو کارکوونکو ته د لا زیاتو بریاوو غوښتنې هم کړی دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د څو پرله پسې مودو راهیسې د ارزاقو امارتي شرکت چارې د دې ولایت او نورو ولایتونو کې د دولتي او خصوصي ادارو له لوري ستایل کیږي.

#د_نشراتو_مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دې شرکت په ریاست کې جوړه شوه، چې مشري یې حمیدالله عبداللهي کوله. په یاده غونډه کې د شرکت پر بنسټیزو، سوداګریزو او خدماتي فعالیتونو، مالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

د سرپل ولایت مقام د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس هڅې وستایلې

د سرپل ولایت مقام له لوري د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کړنې، هلې ځلې او خدمتونه وستایل شول او نوموړي ته په دې موخه ستاینلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۰
Background image

د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان پر دوام؛ د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all