ارزاقو امارتي شرکت؛ د خوراکي توکو د برابرولو باوري سرچینه!

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۸
Office

ارزاقو امارتي شرکت په هېواد کې یوازینی دولتي شرکت دی، چې د خپلو ژمنو او مسوولیتونو له مخې دولتي ادارو ته د خوراکي توکو د تدارک، لېږد او وېش چارې پر مخ وړي. دغه شرکت تر اوسه توانېدلی، چې د دولتي ادارو د خوراکي توکو اړتیاوې په اغېزمن ډول پوره او د لوړ کیفیت لرونکي توکي ورته چمتو کړي.

شرکت له دولتي ادارو سره د شویو تړونونو له مخې اړین خوراکي توکي تدارک او په خپلو ګدامونو کې ذخیره کوي. د اړوندو ادارو د غوښتنو پر بنسټ یاد توکي له مرکزي ګدامونو څخه بار او د شرکت ولایتي نماینده ګیو ته لېږدول کېږي او وروسته بیا د ولایتي مدیرانو تر مستقیمې څارنې لاندې اړوندو ادارو ته سپارل کېږي.

همدارنګه، د شرکت ولایتي مدیران د توکو د لېږد او وېش بهیر له نږدې څاري او د پروژو د لا ښه تطبیق، شفافیت او اغېزمنتیا لپاره پرله‌پسې څارنه او ارزونه ترسره کوي.

ارزاقو امارتي شرکت له ملي او سیمه‌ییزو سوداګرو څخه غوښتنه کوي، چې په ډاډمنه فضا کې له شرکت سره ګډه پانګونه وکړي او د هېواد د اقتصادي ودې، د خوراکي توکو د تأمین او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې فعاله ونډه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۱۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

د امارتي شرکتونو اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې نوبتي ناسته تېره ورځ د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کوله.

په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵
Background image

 د کابل ابو علي ابن سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي آباد او ستوماتولوژي تدریسي روغتونونو ته خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کابل ابو علي ابن‌سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي‌آباد او ستوماتولوژي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۴۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع دپنځلس ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو د ارزاقو له مدیریتونو څخه. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all