د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع وړمه ورځ د یوه رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ.
د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو ارزونه، د بنسټیزو پروژو د وضعیت څېړنه او د جایدادونو اړوند ستونزو ته رسېدنه یاد شوي دي.
په دغه سفر کې د ارزاقو امارتي شرکت د املاکو آمر محمد نعمان نادر، حقوقی سلاکار ابوذر خپلواک ځاځی، د آی ټي مدیر محمد زاهد ابرار او د شرکت سکرتر رحماني عمیر هم د اجرائیوي رییس ملتیا کوي.
ویل کېږي، چې د دغه سفر په ترڅ کې د ټاکل شویو موخو پر بنسټ د شرکت اړوند اداري چارې، بنسټیزې پروژې او جایدادونه له نږدې و ارزول شي او د شته ستونزو د حل لپاره لازمې لارې چارې ولټول شي.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت د مسوولینو دا ډول سفرونه د اداري چارو د همغږۍ، د بنسټیزو پروژو د وضعیت د ارزونې او د جایدادونو اړوند ستونزو ته د رسېدنې په موخه ترسره کېږي.
