د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو رییس د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو لومړني ګډ نندارتون کې ګډون وکړ

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۷
T

 د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون د ازبکستان د ترمز ښار په نړیوال سوداګریز مرکز کې جوړ شوی و، چې د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر صنعتي تولیدات، سوداګریز توکي او محصولات په کې نندارې ته وړاندې شول.

په دغه نندارتون کې د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو رییس مولوي سید نیک‌ محمد معتصم او د سوداګرۍ پراختیا او پانګونې د جلب آمر اسدالله ابراهیمي هم ګډون کړی و.

په یاد نندارتون کې د افغانستان او ازبکستان بېلابېل صنعتي تولیدات او سوداګریز محصولات نندارې ته وړاندې شول. د دغه نندارتون موخه د دواړو هېوادونو د تولیداتو، محصولاتو او صنعتي وړتیاوو معرفي کول او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کول بلل شوي دي.

د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو رییس مولوي سید نیک ‌محمد معتصم وویل، په دغه نندارتون کې د ګډون موخه یې د ازبکستاني هېواد له سوداګرو او پانګوالو سره د اړیکو پراخول او د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره د نویو فرصتونو موندل یاد کړل.

نوموړي زیاته کړه، چې د خوراکي توکو په برخه کې له ګڼ شمېر سوداګرو سره د وارداتو په اړه خبرې شوې دي. د نوموړي په وینا، یادو سوداګرو لېوالتیا ښودلې، چې په راتلونکي کې د شرکت د خدمتونو د پیاوړې کولو په موخه د اړوندې ادارې په همغږۍ او همکارۍ اوړه، غوړي، نخود، لوبیا، بوره، چای او د نورو اړینو خوراکي توکو د واردولو زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت هڅه کوي، د سوداګریزو پروګرامونو او نندارتونونو له لارې د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره له شته فرصتونو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۵
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د زابل پوهنتون لیلې او د معتادینو روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې، د زابل ولایت پوهنتون لیلیې او د معتادینو د درملنې روغتون ته د اړتیا وړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کوله.

په دې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳۱
Background image

د هلمند ولایت پوهنتون استادانو ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو خدمتونو ته د ژمنتیا او د مسوولیتونو د ترسره کولو په موخه؛ تېره ورځ د هلمند ولایت پوهنتون مسافرو استادانو ته ۱۴ قلمه خوراکي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all