د بامیان پوهنتون لیلیې ته۱۱ قلمه خوراکي توکی ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ تیره ورځ د بامیان پوهنتون لیلیې ته ۱۱ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي ولېږدول.
د بامیان ولایت د ارزاقو لوی مدیر نعمتالله رحمتي په رالېږلي معلوماتو کې ویلي، چې په یادو خوراکي توکو کې ۱۸۵۰ کیلوګرامه وریجې، ۱۱۱۰ کیلوګرامه مایع غوړي، ۲۴۰ کیلوګرامه بوره، ۴۴ کیلوګرامه نخود، ۱۴۸کیلوګرامه د خوړو مالګه، ۱۴ کیلوګرامه شین چای، ۷۲۵ ګرامه د چای هیل، ۲.۷ کیلوګرامه زیره، ۲.۷ کیلوګرامه د وریجې مساله، ۱.۸ کیلوګرامه کورکمن او ۴.۶ کیلوګرامه د دیګ مساله شامل دي.
نوموړي زیاته کړې، چې یاد خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د بامیان پوهنتون اړوند مسوول ته وسپارل شول.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه د دغه شرکت د ولایتي مدیرانو له خوا په دوامداره توګه څارل او ارزول کېږي.
