د داوطلبۍ (مزایدې) اعلان
Publish Date
Closing Date
د امارتي ارزاق شرکت غواړي خپله یوه هنګر، چې د پکتیا کوټ، پلچرخي، د سپین غر د غوړیو فابریکې ترڅنګ موقعیت لري، په میاشتني کرایه د (122500) افغانیو په ابتدایي کرایه اجاره ورکړي.
هغه اشخاص او شرکتونه چې شرایط پوره کوي، یاد ملکیت ته اړتیا لري او له ټاکل شوې کرایې څخه د زیاتې کرایې ورکولو وړاندیز لري، کولای شي د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۱ ورځو پورې خپلې غوښتنلیکونه د امارتي ارزاق شرکت د املاکو آمریت ته، چې د مرکزي سیلو ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري او د داوطلبۍ (مزایدې) په ورځ په خپله حاضر شي.
د داوطلبۍ شرطنامه د ټاکل شوې بیې په بدل کې، چې بېرته نه ورکول کېږي، ترلاسه کېدای شي. تضمین به په نغدي ډول اخیستل کېږي.
غوښتونکي کولای شي د لا زیاتو معلوماتو لپاره له دې شمېرې سره اړیکه ونیسي: (020-2510649)
