د مغازو مدیر
Publish Date
Closing Date
Location
پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
د دندې عنوان: د مغازو مدیر
اداره: د ارزاقو امارتي شرکت
بست: پنځم
د بست شمېر: ۱
د بست کود: ARZAQ-1404-29
میاشتنی معاش: د شرکت د معاشونو د سکیل مطابق
د کار ځای: کابل
راپور وړاندې کول: د شرکت د سوداګریزې پراختیا او پانګونې آمریت ته
راپور اخیستل: له لاندې کارکوونکو څخه
د اعلان نېټه: ۱۸/۹/۱۴۰۴
د غوښتنلیک د سپارلو ورستۍ نیټه: ۷/۱۰/۱۴۰۴
د دندې موخه:
د محصولاتو د پلور مدیریت او همغږي، د مشتریانو د مؤثر خدمت وړاندې کول او د شرکت لوګو په ټولو محصولاتو او خدماتو کې کارول.
دندې او مسؤلیتونه:
تخصصي دندې:
- د میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیب د اړوند آمریت د پلان سره سم.
- د مغازو اړوند څانګو د سمو فعالیتونو یقیني کول.
- د مغازو پرسونل سره مرسته په پلور او د محصولاتو په موجودیت او د اسنادو د سموونې او تطبیق ډاډ ترلاسه کول.
- د مغازو د دنني توکو ساتنه او د ورځنیو فعالیتونو ترڅنګ د دوامدارې څارنه ترسره کول.
- د پلور پلان ترتیب، د مشتریانو شکایتونو ته په مسلکي او بېړني ډول رسیدګي او د پلور ثبت او لېږد ترسره کول.
- د روغتیايي او خوندي چاپیریال د مقرراتو رعایت یقیني کول.
- د اړتیا په وخت کې راپور اړوند آمریت ته وړاندې کول.
- نورې دندې، چې د مقاماتو لخوا د شرکت د قوانینو او پالیسیو مطابق سپارل کیږي ترسره کول.
د همغږۍ دندې:
- د شرکت دننه او بهر د مختلفو برخو سره اړیکه او همغږي ترسره کول، د مالي عوایدو او بودجې چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه.
زده کړه، تجربه او مهارتونه:
زده کړې:
- لږ تر لږه د لیسانس سند لرل په مالي او بانکي چارو، اقتصاد، سوداګریز اداره، عامه اداره، یا نورو اړونده برخو کې.
- د ماسټري سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه:
- د لیسانس لرونکو لپاره لږ تر لږه ۲–۳ کاله اړونده برخه کې تجربه لرل.
- د ماسټري لرونکو لپاره لږ تر لږه ۱–۲ کاله اړونده برخه کې تجربه لرل.
مهارتونه:
- په ملي ژبو (پښتو او دري) بشپړ مهارت درلودل او د انګلیسي ژبې سره آشنایي درلودل.
- د کمپیوټر پروګرامونو کې مهارت لکه؛ د( (MS Office, Outlook, QuickBooks او نور اړوند دفتري او انټرنېټ پروګرامونه کې مهارت درلودل.
- مدیرتي او مالي مهارتونه درلودل.
- د نافذه قوانینو باندې بشپړ پوهاوی درلودل لکه؛(د کار قانون، د امارتي شرکتونو قانون، د مالیاتو قانون، د ارزاقو امارتي شرکت اساسنامه او نورو)باندې.
- دولتي او غیردولتي ادارو سره د مسلکي اړیکو وړتیا درلودل.
- د افهام او تفهیم وړتیا لرل.
د غوښتنلیک سپارلو طریقه:
- مینوال، چې پورتنی شرایط پوره کولی شي، خپل سیوي (CV) د دندې له عنوان او د بست له کود سره په Subject کې د شرکت د کارکوونکو چارو آمریت ته دې تر ۷/۱۰/۱۴۰۴ نیټې پورې لاندې برښنالیک ته واستوي.
jobs@arzaq.gov.af - یادونه: یواځې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه نیول کېږي، چې شارټ لیست شي.
د نورو معلوماتو لپاره، د کارکوونکو چارو آمریت سره په دې شمېره اړیکه ونیسئ. 020-2500043
Documents
Link FileLink File