د میدان وردګو پوهنتون استادانو لپاره دولس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۲:۳۶
M

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریزو چارو او د روان مالي کال د منظور شوي پلان له مخې؛ وړمه ورځ یې د میدان وردګو پوهنتون استادانو لپاره ۱۲ قلمه د اړتیا وړخوراکي توکي لېږدولي دي.

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو لوی مدیر سید شمس‌الدین اکبر وویل، چې دغه توکي د مرکز له ګدامونو بار او د پوهنتون اړوند مسوول ته د کتنې پلاوي په شتون کې وسپارل شول.

نوموړی زیاته کړه، چې په یادو خوراکي توکو کې؛ ۸۴۶ کیلوګرامه وریجې، ۲۳۴ کیلوګرامه اوبلن غوړي، ۹۳.۶ کیلوګرامه بوره، ۵۵.۲ کیلوګرامه لوبیا، ۵.۴ کیلوګرامه شین چای، ۵۷.۶ کیلوګرامه د خواړو مالګه، ۲۸.۸ کیلوګرامه د بانجانو رومیو رُب، ۹.۲ کیلوګرامه خام نخود، ۰.۲ ګرامه د چای هېل، ۱.۱ کیلوګرامه زیره، ۱.۸ کیلوګرامه د دیګ مساله او ۰.۷ ګرامه زردچوبه شامل دي.

د یوبل خبر له مخې؛ د لغمان ولایت د ارزاقو مدیر وحیدالله الکوزي وړمه ورځ د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

الکوزي وویل، چې د لیدنې پر مهال یې د خوراکي توکو د وېش بهیر، د خواړو کیفیت او کمیت او همدارنګه پخلنځی یې له نږدې وکتل. نوموړي د پاکوالي، نظم او د غوره فعالیتونو د ترسره کولو په اړه اړوندو مسوولینو ته یو لړ سپارښتنې هم وړاندې کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیرانو لپاره دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د هېواد د ۳۳ ولایتونو، د ولایتي مدیرانو لپاره دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د مدیریتي چارو د ښه والي په موخه د شرکت د غونډو په تالار کې پیل شو.

د ورکشاپ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۴۲
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د البیروني پوهنتون لیلیې ته ۵ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کاپیسا ولایت البیروني پوهنتون لیلیې ته د اړتیا وړ پنځه قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۳۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع په مشرۍ ترسره شوه.

په دې ناسته د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس مولوي نیک محمد. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all