د کاپیسا ولایت البیروني پوهنتون لیلیې او کادري روغتون ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د کاپیسا ولایت د ارزاقو لوی مدیر قاري فریدون مصلح په رالېږلي معلوماتو کې ویلي دي، چې وړمه ورځ د البیروني پوهنتون لیلیې او کادري روغتون ته لس قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي او اړوند مسوولینو ته یې د کتني پلاوي په شتون کې سپارلي دي.
د معلوماتو له مخې، په دغو خوراکي توکو کې؛ ۴۸۰۰ کیلو ګرامه وریجې، ۱۷۵۵ کیلوګرامه غوړي، ۸۰۰ کیلوګرامه بوره، ۷۴۵ کیلوګرامه لوبیا، ۱۲۵ کیلوګرامه نخود، ۳۸۴ کیلوګرامه رُب،۲۰۰ کیلوګرامه وچې شیدې، ۴۴۰ کیلوګرامه د خوړو مالګه، ۳۰ کیلوګرامه شین چای او ۱۵ کیلوګرامه د دیګ مساله شامل دي.
همداراز مصلح زیاته کړې، چې د البیروني پوهنتون مسوولینو د ارزاقو امارتي شرکت له فعالیتونو او خدمتونو خوښي څرګنده کړې او د دغه شرکت لپاره یې د لا زیاتو بریاوو هیله کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د ترسره شویو تړونونو له مخې، د هېواد په کچه د پوهنتونونو لیلیو او یو شمېر نورو امارتي ادارو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي په منظم ډول لېږدوي.
