د ګدامونو د تنظیم او وېش مدیر
Publish Date
Closing Date
Location
پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
د دندې عنوان: د ګدامونو د تنظیم او وېش مدیر
اداره: د ارزاقو امارتي شرکت
بست: پنځم
د بست شمېر: ۱
د بست کود: ARZAQ-1404-28
میاشتنی معاش: د شرکت د معاشونو د سکیل مطابق
د کار ځای: کابل
راپور وړاندې کول: د شرکت د سوداګریزو چارو پراختیا آمریت ته
راپور اخیستل : تر خپل امر لاندې کارکوونکو څخه
د اعلان نېټه: ۱۸/۹/۱۴۰۴
د غوښتنلیک سپارلو ورستۍنیټه: ۷/۱۰/۱۴۰۴
د دندې موخه:
د ګدامونو مدیریت او رهبري، د دقیقو سیسټمي سوابقو ساتنه او د سفارشونو اجراء د ادارې د پالیسۍ په اساس.
دندې او مسؤلیتونه:
تخصصي مسؤلیتونه:
- د میاشتني، درې میاشتني او کلني پلان ترتیب، د شرکت د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره.
- د ګدامونو د ذخیره شویو توکو ترلاسه کول او ورڅخه کتنه ترسره کول.
- د خوراکي توکو بسته بندي او ساتنه په ټاکل شوو ځایونو کې.
- د دقیقو موجودي سوابقو ثبت او ساتنه.
- د موجودي فزیکي توکو منظم شمېر او د سیستم په سوابقو کې تطبیقول.
- د روغتیايي او امنیتي مقرراتو رعایتول په ګدامونو کې.
- د ګدامدارۍ له اصولو سره سم د ګدامونو پاکول، منظمول او له خطرونو څخه ساتنه.
- د تدارکاتو عرضه کوونکو سره همغږي او د توکو په وخت ثبت او ویش ډاډ ترلاسه کول.
- د مقاماتو لخوا سپارل شوې نورې دندې د قوانینو، مقرراتو او د شرکت اهدافو مطابق اجرا کول.
د همغږۍ مسؤلیتونه:
- د شرکت دننه او بهر د بېلابېلو برخو سره اړیکې او همغږي رامنځته کول، د مالي، عوایدو او بودجې چارې ښې پرمخ وړل.
زده کړه، تجربه او مهارتونه:
زده کړې:
- لږ تر لږه د لیسانس سند لرل په مالي او بانکدارۍ، اقتصاد، سوداګرۍ اداره، عامه پالیسي، عامه اداره یا نورو اړونده برخو کې.
- د ماسټري سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.
تجربه:
- د لیسانس لرونکو لپاره لږ تر لږه ۲–۳ کاله اړونده برخه کې تجربه لرل.
- د ماسټري لرونکو لپاره لږ تر لږه ۱–۲ کاله اړونده برخه کې تجربه درلودل.
مهارتونه:
- په پښتو او دري ژبو باندې بشپړ واکمني درلودل او له انګلیسي ژبې سره بلدتیا لرل.
- د کمپیوټر پروګرامونو (Ms. Office, Outlook, QuickBooks) او نورو اړونده دفتري او انټرنېټي پروګرامونو باندې مهارت لرل.
- مدیرتي او مالي مهارتونه لرل.
- د نافذه قوانینو لکه (د کار قانون، د امارتي شرکتونو قانون، د مالیاتو قانون، د ارزاقو امارتي شرکت اساسنامه او نورو)باندې پوهاوی درلودل.
- د دولتي او غیردولتي ادارو سره د مسلکي اړیکو د ټینګولو وړتیا لرل.
- د افهام او تفهیم وړتیا درلودل.
د غوښتنلیک سپارلو طریقه:
- مینوال، چې پورتنی شرایط پوره کولی شي، خپل سیوي (CV) د دندې له عنوان او د بست له کود سره په Subject کې د شرکت د کارکوونکو چارو آمریت ته دې تر ۷/۱۰/۱۴۰۴ نیټې پورې لاندې برښنالیک ته واستوي.
jobs@arzaq.gov.af - یادونه: یواځې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه نیول کېږي، چې شارټ لیست شي.
د نورو معلوماتو لپاره، د کارکوونکو چارو آمریت سره په دې شمېره اړیکه ونیسئ.
020-2500043