د کونړ ولايت د ارزاقو امارتي شرکت د اوسپنيز ګودام ځمکه راوګرځول شوه

له کلونو ځنډ وروسته د کونړ ولایت د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د سالار باغ اوسپنیز ګودام ځمکه له غصب څخه راوګرځول شوه.
د کونړ ولايت د ارزاقو عمومي مدير ښاغلي کریم خان کلیوال په يوې رالېږلې خبر پاڼه کې ويلي، چې د دې ولايت د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د سالار باغ اوسپنيز ګودام ځمکه چې لسیزې راپدیخوا د ځایي خلکو لخوا غصب شوې وه بېرته را وګرځول شوه، چې تولټال ٢٠٠٠متره مربع ده.
خبر پاڼه زياتوي، چې ياده ځمکه د ولایتي پلاوي په شتون کې له ځایي خلکو څخه د کونړ ولايت د ارزاقو امارتي شرکت مسوولينو ته تسلیم شوه.
د نشراتو مدیریت