د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو معین سره وکتل؛

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع وړمه ورځ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي دین محمد حقبین سره د ده په کاري دفتر کې لیدنه او کتنه ترسره کړه.
په دې مخامخ ناسته کې د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري چارو معین مولوي دین محمد حقبین ته د ارزاقو امارتي شرکت په فعالیتونو، لاسته راوړنو، د خوراکي توکو د کیفیت او کنټرول په اړه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي مولوي عبدالرازق رفیع وویل، چې د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو له مخې؛ امارتي او خصوصي ادارو سره، په ځانګړي توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند روزنتونونو ته د خوراکي توکو د لیږد پروسې په باب او همداراز د خوراکي توکو په څرنګوالي، د ارزاقو شرکت راتلونکو پلانونو او فعالیتونو مفصلې خبرې وکړې.
ښاغلي رفیع د ارزاقو امارتي شرکت سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت د غوره همغږۍ او همکارۍ د زیاتېدو غوښتونکی شو.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي دین محمد حقبین په خپلو خبرو کې د ارزاقو امارتي شرکت فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او په یاده برخه کې یې د لا زیاتو هلو ځلو او همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلي حقبین د ارزاقو امارتي شرکت فعالیتونه یې چټک، په کاري برخو کې د اخلاص او باور فضاء په زیاتېدو نورهم ټینګار وکړ.
هېره دې نه وي، چې د ارزاقو امارتي شرکت په دې وروستیو درېیو کلونو په اوږدو کې په خپلو چارو کې اتیا سلنه ښه والی راوستی دی، چې د خوراکي توکو په برابرولو او لیږد کې ډېریو ادارو ته بریالۍ اداره هم ثابته شوې ده.