د فراه ولایت د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیریت کړنې وستایل شوې

په فراه ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیریت کړنې وستایل شوې.ارزاقو امارتي شرکت د فراه ولایت د پوهنې ریاست اړوند ابوذر غفاري دارالعلوم ته اړین خوراکي توکي په سمه توګه او د ښه کیفیت په لرلو سره رسولي، چې له امله یې د پوهنې ریاست له لوري د ارزاقو لوی مدیر او مالي، اداري او املاکي مدیر ته ستاینلیکونه ورکړی دي.
په دغو ستاینلیکونو کې د یادو مدیرانو هڅې او خدمتونه د درناوي وړ بلل شوي او همداراز د ارزاقو امارتي شرکت د فراه ولایتي مدیریت لپاره د لا زیاتو بریاوو هیله هم څرګنده کړې ده.
هېره دې نه وي، چې څو موده وړاندې د ارزاقو امارتي شرکت چارې د هېواد په مرکز او نورو ولایتونو کې هم د دولتي او خصوصي ادارو له خوا ستایل شوې دي.