د میدان وردګو ولایت د معتادینو د درملنې روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۴:۴۴
Office

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیریت له‌خوا د دغه ولایت د معتادینو د درملنې ۴۰ بستریز روغتون ته نهه قلمه اړین خوراکي توکي واستول شول.

د یاد ولایت د ارزاقو لوی مدیر سید شمس‌الدین اکبر وایي، چې دغه توکي د تېرې اونۍ په وروستیو کې لېږدول شوي دي، چې په کې ۱۳۳ کیلوګرامه وریجې، ۸۴ کیلوګرامه مایع غوړي،۶۰ کیلوګرامه لوبیا، ۲۴ کیلوګرامه رُب، ۳۴ کیلوګرامه میده بوره،۵۴۰ دانې د چرګانو هګۍ، ۲۱ کیلو ګرامه وچې شیدې، ۷ کیلوګرامه شین چای او ۱۴ کیلو ګرامه مالګه شامل دي.

اکبر زیاته کړه، چې یاد خوراکي توکي د غويي (ثور) میاشتې د اړتیاوو له مخې برابر شوي او د عامې روغتیا ریاست د درې کسیزه پلاوي په شتون کې د روغتون مسوولینو ته وسپارل شول.

نوموړي همداراز څرګنده کړه، چې په میدان وردګو ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت پروژې په منظم ډول تطبیقېږي او د ولایتي مدیریت له‌ خوا یې په دوامداره توګه څارنه او ارزونه ترسره کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۴۸
Background image

د لغمان ولایت پوهنتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د لغمان ولایت د ارزاقو مدير وایي، چې ۱۱ قلمه خوراکي توکي د پل څرخي له ګدامونو څخه بار او د دې ولایت پوهنتون ته ولېږدول شول.

د لغمان د ارزاقو مدير زیاتوي، چې په یادو خوراکي توکو کې ۳۳۸۹. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۱۹
Background image

بلخ پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري تېره ورځ بلخ پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي واستول شول.د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر محمدکاظم مهدي یار وایي، چې یاد خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د بدخشان پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د بدخشان ولایت د ارزاقو امارتي شرکت مسوولین وایي، چې اته قلمه خوراکي توکي د کندز ولایت د ارزاقو شرکت له ګدامونو څخه بار او د بدخشان ولایت پوهنتون ته انتقال شول. دوی زیاتوي، چې یاد. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all