د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې غونډه جوړه شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې غونډه د تېرې ناستې د پاتې موضوعاتو د تعقیب او ارزونې په موخه ترسره شوه. دغه غونډه د شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع په مشرۍ جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیعالله مجروح، د سوداګریزو چارو رییس محمدامین صاحبزاده او همداراز د شرکت اړوند بېلابېلو برخو آمرینو او مدیرانو ګډون کړی و.
غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د غونډې اجنډا وړاندې شوه او د ارزاقو امارتي شرکت اړوند مهمو موضوعاتو باندې مفصل او هر اړخیز بحث ترسره شو.
د بحث په لړ کې د شرکت بېلابېلو برخو مسوولینو د خپلو اړوندو چارو، شته ستونزو، وړاندیزونو او غوښتنو راپورونه د شرکت اجرائیوي رییس ته وړاندې کړل.
د ارزاقو امارتي شرکت رییس مولوي عبدالرازق رفیع د اجنډا موضوعاتو له آورېدو وروسته څرګنده کړه، هڅه دې وشي، چې د کړنو د لا ښه والي او پرمختګ لپاره شرکت لا غوره خدمتونه هېوادوالو ته وړاندې کړي، څو د شرکت فعالیتونه د ولسونو د هوساینې او خوښۍ سبب وګرځي.
په پای کې د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او غونډه د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.