د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائيوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۴
J

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه، چې دیادې غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري چارو رييس مولوي مطیع‌الله مجروح، د سوداګریزو چارو ریيس محمدامين صاحب ‌زاده او د شرکت اړوند بېلابېلو برخو آمرينو او مديرانو ګډون کړی و.

غونډه د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. تر اجنډا وړاندې کولو مخکې اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د کار د کیفیت لوړوالي، پرمختګ او اغېزناکو اجرااتو په اړه یو لړ مهم موضوعات له ګډونوالو سره شریک کړل او د چټکو او مؤثرو کړنو د ترسره کولو سپارښتنې یې هم وړاندې کړې.

ورپسې، د مالي، تدارکاتو، املاکو او خدماتو آمرینو خپل اړوند کاري راپورونه او موضوعات، چې د غونډې اجنډا کې ځای ورکړل شوي و، غونډې ته وړاندې او په اړه یې هر اړخیز او ژور بحث وشو.

غونډه د شرکت د لا ښه ‌والي، پرمختګ، د خدمتونو د بهیر د چټکتیا او شته ستونزو د حل په موخه د یو لړ پرېکړو له نیولو وروسته د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه جوړه شوه

 د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دې شرکت د غونډو په خونه کې د مدیره پلاوي د رییس حمیدالله عبداللهي په مشرۍ ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د سوداګرۍ وزارت استازي مولوي محمداجمل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې ته ۱۲ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریزو چارو او د ۱۴۰۴ مالي کال د پلان له مخې؛ تېره ورځ د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې ته ۱۲ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي دي.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د پروان پوهنتون لیلیې ته یولس قلمه خوراکي توکي ولیږدول شول

 د پروان ولایت د ارزاقو مدیر نورالدین مقتصد وویل، چې وړمه ورځ یې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د دې ولایت پوهنتون لیلیې ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

نوموړي زیاتوي، چې په یادو. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all