د غزني ولایت د معتادینو ۵۰۰ بستریز کمپ ته څلور قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵
Office

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو دوامداره فعالیتونو، بنسټیزو خدمتونو او سوداګریزو پلان له مخې توانېدلی، چې له بېلابېلو دولتي ادارو سره د خوراکي توکو د برابرولو او لېږد بهیر په بریالۍ توګه پر مخ یوسي. یاد شرکت د خپلو مرکزي ګدامونو څخه خوراکي توکي باروي او د هېواد ولایتونو ته یې لېږدوي، څو د اړوندو ادارو د غوښتنې او اړتیا پر مهال د ولایتي مدیریتونو له لوري پر وخت ورسول شي.

په همدې لړ کې، د غزني ولایت د ارزاقو مدیر قاري عبدالباسط ابوطارق د رالېږلو معلوماتو له مخې ویلي، چې تېره ورځ د غزني ولایت د معتادینو ۵۰۰ بستریز کمپ ته څلور قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول. په دغو توکو کې ۴۴۷۷ لېټره غوړي، ۸۶۱ کیلوګرامه رُب، ۲۵۵۳ کیلوګرامه بوره او ۳۶۳۴ کیلوګرامه لوبیا شامل دي.

هغه زیاته کړه، چې یاد توکي د کتني پلاوي په شتون کې په رسمي ډول د یاد کمپ مسوول ته وسپارل شول.

د یادونې وړ ده، چې د خوراکي توکو د لېږد لړۍ دا مهال د هېواد په ټولو ولایتونو کې په منظم ډول روانه ده او هغه ادارې، چې د ارزاقو امارتي شرکت سره تړونونه لري له خدمتونو څخه خوښي څرګندوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۱۷
Background image

 د شرکت اجرائیوي رییس د پروژو د تطبیق له ساحوي کارکوونکو سره کاري ناسته وکړه

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع نن له غرمې مخکې د پروژو د تطبیق له ساحوي کارکوونکو سره د چارو د ښه والي او چټکتیا په موخه کاري ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵
Background image

د غزني ولایت د معتادینو ۵۰۰ بستریز کمپ ته څلور قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو دوامداره فعالیتونو، بنسټیزو خدمتونو او سوداګریزو پلان له مخې توانېدلی، چې له بېلابېلو دولتي ادارو سره د خوراکي توکو د برابرولو او لېږد بهیر په بریالۍ توګه پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۵۶
Background image

 د ارزاقو امارتي شرکت حقوقي سلاکار خپله دنده پیل کړه

ابوذر خپلواک د ارزاقو امارتي شرکت د حقوقي سلاکار په توګه رسماً د شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له‌ خوا آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته وروپېژندل شو او په رسمي ډول یې خپله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all