په بلخ ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت سوداګریز مارکېټ پرانیستل شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت سوداګریز مارکېټ د پرانستې مراسمو په ترڅ کې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد مارکېټ د پرانستې په مراسمو کې د بلخ ولایت د مقام د دفتر رییس سربیره، د دولتي ادارو ځیني رییسانو، د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع، د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دعوت او ارشاد رییس مولوي محمد اشرف متقی، د ارزاقو لوی مدیر مولوي عبدالحبیب، د شرکت د املاکو آمر محمدنعمان نادر، د غزني ولایت د ارزاقو لوی مدیر قاري عبدالباسط ابوطارق، دیني عالمانو، کسبهکارانو او ځایي اوسېدونکو ګډون کړی و.
د مراسمو په پیل کې د بلخ د ارزاقو لوی مدیر ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د جوړ شوي سوداګریز مارکېټ په ارزښت او موخو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د بلخ ولایت مسوولینو په خپلو ویناوو کې د دغه مارکېټ پرانیستل د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا او خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې مهم ګام وباله.
د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع په خپلو خبرو کې وویل، چې د دغه مارکېټ پرانیستل د شرکت د عوایدو د لوړولو، د سوداګرۍ او اقتصادي ودې او خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې مهمه لاسته راوړنه یاده کړه.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه مارکېټ به کسبهکارانو او هټیوالو ته د سوداګرۍ زمینه برابره او د کورنیو پانګوالو لپاره به د پانګونې فرصتونه رامنځته کړي.
ښاغلي رفیع د ارزاقو امارتي شرکت د بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په اړه هم ګډونوالو ته معلومات ورکړل او د شرکت د کاري ساحې د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
نوموړي له ملي او سیمهییزو سوداګرو وغوښتل، چې د ارزاقو امارتي شرکت په چوکاټ کې خپلې پانګونې ترسره کړي او د هېوادوالو د خدمت په برخه کې فعاله ونډه واخلي.
همداراز، د سوداګرو په استازیتوب یوه تن په دې غونډه کې وینا وکړه او د دغه سوداګریز مارکېټ د ارزښت او اهمیت په اړه وغږېدل.
د مراسمو وروسته د بلخ ولایت د مسوولینو او د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس له لوري یاد سوداګریز مارکېټ په رسمي ډول پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر وايي، چې دغه سوداګریز مارکېټ د مزارشریف ښار په ۹۲۴۲ متر مربع ځمکه کې، په دوو پوړونو او ۱۱ بلاکونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړ او پر جوړولو یې شاوخوا ۵۴ میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی.
د یاد مدیریت د معلوماتو د څرګندولو له مخې؛ د دغه مارکېټ پرانیسته به د خلکو لپاره د سوداګرۍ او پانګونې زمینه برابره او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره به مناسب چاپېریال برابر کړي.
