د بامیان پوهنتون لیلیې ته۱۱ قلمه خوراکي توکی ولېږدول شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۱۲
B

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ تیره ورځ د بامیان پوهنتون لیلیې ته ۱۱ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیان ولایت د ارزاقو لوی مدیر نعمت‌الله رحمتي په رالېږلي معلوماتو کې ویلي، چې په یادو خوراکي توکو کې ۱۸۵۰ کیلوګرامه وریجې، ۱۱۱۰ کیلوګرامه مایع غوړي، ۲۴۰ کیلوګرامه بوره، ۴۴ کیلوګرامه نخود، ۱۴۸کیلوګرامه د خوړو مالګه، ۱۴ کیلوګرامه شین چای، ۷۲۵ ګرامه د چای هیل، ۲.۷ کیلوګرامه زیره، ۲.۷ کیلوګرامه د وریجې مساله، ۱.۸ کیلوګرامه کورکمن او ۴.۶ کیلوګرامه د دیګ مساله شامل دي.

نوموړي زیاته کړې، چې یاد خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د بامیان پوهنتون اړوند مسوول ته وسپارل شول.

د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه د دغه شرکت د ولایتي مدیرانو له خوا په دوامداره توګه څارل او ارزول کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دې شرکت په ریاست کې جوړه شوه، چې مشري یې حمیدالله عبداللهي کوله. په یاده غونډه کې د شرکت پر بنسټیزو، سوداګریزو او خدماتي فعالیتونو، مالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

د سرپل ولایت مقام د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس هڅې وستایلې

د سرپل ولایت مقام له لوري د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کړنې، هلې ځلې او خدمتونه وستایل شول او نوموړي ته په دې موخه ستاینلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۰
Background image

د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان پر دوام؛ د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all