۱۳ قلمه خوراکي توکي د هرات پوهنتون لیلیې ته ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې، ۱۳ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي د هرات پوهنتون لیلیې ته لېږدولي دي.
د هرات د ارزاقو لوی مدیر قاری نعمت الله نایب په رالېږلي معلوماتو کې ویلي دي، چې په لېږدول شویو خوراکي توکو کې وریجې، غوړي، لوبیا، چای، نخود او یو شمېر نور اړین لومړني خوراکي مواد شامل دي.
نوموړې زیاته کړې، چې یاد خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د هرات پوهنتون د لیلیې اړوند مسوول ته وسپارل شول.
د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو پر دوام؛ د هېواد د پوهنتونونو لیلیو او نورو امارتي ادارو سره د شویو تړونونو له مخې، د اړتیا وړ خوراکي توکي په منظم او دوامداره ډول لېږدوي.
