د هلمند ولایت پوهنتون استادانو ته ۱۲ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
ارزاقو امارتي شرکت د خپلو خدمتونو ته د ژمنتیا او د مسوولیتونو د ترسره کولو په موخه؛ تېره ورځ د هلمند ولایت پوهنتون شلو تنو استادانو ته ۱۲ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.
د هلمند ولایت د ارزاقو لوی مدیر مولوي قدرت الله معصوم په رالېږلي معلوماتو کې ویلي دي، چې یاد توکي د پوهنتون استادانو ته لېږدولي او اړوند مسوول ته یې د کتنې پلاوي په شتون کې سپارلي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په یادو توکو کې وریجې، غوړي، بوره، لوبیا، نخود، مالګه، رُب، چای او نور د اړتیا وړ خوراکي مواد شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت د پروژوي چارو د تطبیق پروسه د هېواد په کچه د دغه شرکت د ولایتي مدیرانو له خوا په دوامداره توګه څارل او ارزول کېږي.
