د ارزاقو امارتي شرکت په جایداد باندې د پانګونې خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د عامه او خصوصي مشارکت د قانون له مخې؛ د جوزجان ولایت د ارزاقو شرکت یوه ټوټه ځمکه، چې مساحت یې(۵۹۰) متر مربع دی، د سرپل او شبرغان عمومي سړک اداري ودانۍ څېرمې ته موقعیت لري. پکې د یو باب موټر مینځلو او شپږ بابه عصري دکانونه د عامه او خصوصي مشارکت له لارې جوړ او له جوړیدو ورسته په میاشتنۍ ډول د (۱۵۰۰۰) افغانیو په بدل کې له جوړونکي شرکت یا شخص سره قرارداد وکړي.
اشخاص او شرکتونه، چې د شرایطو وړ وي او په یاد ملکیت کې پانګونه وکړي، خپلې طرحې او پروپوزلونه د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) د قانون سره سم، چې زیاته پانګونه او د جوړیدو، وروسته د ډېرېکرایې ورکولو توان ولري د اعلان د خپرېدو له نیټې څخه تر ۲۸ ورځو پورې د ارزاقو امارتي شرکت د املاکو آمریت ته، چې د کابل ښار په درېیمې ناحیې د مرکزي سیلو تر څنګ او يا د ارزاقو امارتي شرکت ولایتي مدیریت ته، چې د جوزجان ولایت ښار د سرپل بندر کې موقعیت لري وسپاري.
ترتیب کړې شرطپاڼه د ټاکلې بیې په بدل کې ترلاسه او د طرحو د څېړنې او ارزونې وروسته تضمین په نقدي توګه اخیستل کېږي.
د لازیاتو معلوماتو لپاره غوښتونکي کولی شي¸چې په 2510649 ـ 020 شمېرې اړیکه ونیسي.
