د داوطلبۍ/ مزایدې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د خپل ملکیت اړوند، د خیرخانې مېنې د خښت هوختیف په سیمه کې موقعیت لرونکی (۳۱) نمبر یو باب مغازه په میاشتني ډول په (۹۱۰۰) افغانیو کرایه ورکړي.
هغه اشخاص او شرکتونه، چې یاد جایداد ته اړتیا او د ډېرې کرایې ورکولو توان ولري، خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان د خپرېدو له نیټې څخه تر (۲۱) ورځو پورې د ارزاقو امارتي شرکت د املاکو آمریت، چې د مرکزي سیلو ترڅنګ موقعیت لري وسپاري او غوښتونکي دې د داوطلبۍ( مزایدې) په ټاکلې ورځ حاضر واوسي. شرطپاڼه د ټاکلې بیې په بدل کې ترلاسه او تضمین په نغدي توګه اخیستل کېږي.
مينه وال او غوښتونکي کولای شي، د لازياتو معلوماتو ترلاسه کولو په موخه د املاکو آمريت ۰۲۰۲۵۱۰۶۴۹ شمېرې سره اړيکه ونيسي.
